په ځنګل کښي ټولې مرغۍ راغونډې شوې او فيصله ئې وکړه چي خپلې ملګرې بلبلې ته د هغې د سالګرې نماځلو سرپرائز ورکړو-ټولو دوستانو رنګ په رنګ ډالۍ تيارې کړې چا شمعې بلې کړې، چا کېک راوړو، او د بلبلې کور ته ورغلل- بلبلې چي دا هر څۀ وليدل نو د خوشحالۍ نه په جامو کښي نه ځائېده- دا خبره چا ته ورياده شوه چي سبا د بلبلې سالګره ده؟