د رېحان نوي ملګري
رېحان ته په نوي ښوونځي کښي داخله ملاؤ سوه- خو هغه بيا هم ډېر غمجن ؤ ځکه چي د هغه په دې ښوونځي کښې يو ملګرے هم نه وي چي دې ور سره بازۍ وکړي- خو لږه موده وروسته هغۀ ته په دې ښوونځي کښي نوي ملګري ملاؤ سي- ريحان دوي سره بازۍ او د ښوونځي کار يو ځائ کوي- د هغۀ ټول ملګري د هغۀ په هر کار کښې ملاتړ کوي- نوؤ ملګرو رېحان سره ولي ملګرتيا وکړه؟