زۀ او زما ملګري
د ګل مکۍ مرغۍ او ځناور ډېر خوښ وو- يوه ورځ ورته پيشي ګيله وکړه چي زما په کور سپی قابض شوی دی- ګل مکۍ ټول ځناور راغونډ کړل او سپي ته ئې نصيحت وکړو خو سپي ونۀ منله- بيا ورته دوي داسې سبق وښودو چي سپی په خپلو کړو ډېر پښېمانه شو او د پيشي نه ئې بخښنه وغوښتله- دې ټولو ځناورو او مرغيو سپي ته څنګه سبق وښودو-