زما د دوست سالګره
په ځنګل کښې ټولې مرغۍ راغونډې شوې او فيصله ئې وکړه چې خپلې ملګرې بلبلې ته د هغې د سالګرې نماځلو سرپرائز ورکړو-ټولو دوستانو رنګ به رنګ ډالۍ تيارې کړې چا شمعې بلې کړې، چا کېک راوړو، او د بلبلې کور ته ورغلل- بلبلې چې دا هر څۀ وليدل نو د خوشحالۍ نه په جامو کښې نه ځائېده- دا خبره چا ته ورياده شوه چې سبا د بلبلې سالګره ده؟