په باورچي خانه کښې ټول لوښي د يو بل سره په جګړه دي- هر يو وائي چې زۀ د ټولو نه ضروري يم او کور کښې زما ضرورت د ټولو نه سېوا دے- د لوښو په دې شور او چغو ځلا د خپلې کوټې نه بهر راؤځي او باورچي خانې ته راشي- ټول لوښي په قلاره کړي او د هغوي تر مېنځه فيصله وکړي ستاسو په خيال دا فېصله به څۀ وي؟