د سيما او اسد کره نن د کلي نه پېښور ته نيا او نيکۀ راغلي وو- اسد او سيما چې د سکول نه واپس کورته راغلل نيا او نيکۀ ئې چې وليدل نو د خوشحالۍ نه کوټې ته په منډه ورغلل او ورترغاړه وتل- هغوي د سائنس په نوي ايجاداتو باندې خبرې اترې وکړې- هغوي ووئيل چې سائنس زمونږ د اسانتيا د پاره نوي نوي څيزونه جوړوي لکه ګاډي، فريج، ټي وي، ايئرکنډيشنر او داسې نور څيزونه- سيما نيا او نيکۀ له يخې اوبۀ د چرته نه راواخستې؟